د کندهار نېش کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۴۱
د کندهار نېش کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم رغنیزې چارې پیل شوې  

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، په نېش ولسوالۍ کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډیم د رغنیزو چارو پیل وشو. دا پروژه د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې ترسره کېږي.  
د یاد چکډیم د رغنیزو چارو د پرانیستنې په مراسمو کې د کرنې وزارت څخه راغلي پلاوي، مولوي عبدالله جان، انجنیر نجیب الله همت، انجنیر فرهاد رؤفي، د کندهار د کرنې ریاست استازي انجنیر روح الله روحاني، د نېش ولسوالۍ ولسوال، امنیه قومندان، د استخباراتو استازي او د سیمې مخورو مشرانو ګډون کړی و.  
یاد چکډیم د ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې جوړ شوی و، خو ځینې رغنیزې چارې یې پاتې وې. اوس به د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې بشپړ ورغول شي. د پروژې په ترڅ کې به ۱۰ کسانو ته په فني او ۲۰ کسانو ته په غیر فني توګه د کار زمینه برابره شي.  
د دې چکډیم موخه د نېش ولسوالۍ باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې د اوبو سطحې لوړول او د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ کول دي.  
د یادونې وړ ده، چې په نېش ولسوالۍ کې د دې چکډیم ترڅنګ، یو بل چکډیم او ۱۵۰۰ څاګانې هم کېندل کېږي، چې په ترڅ کې یې ۲۰۰ سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت