د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۷
د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د نیالګیو قوریه جوړه شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د قدرتي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار پنجوایي ولسوالی نوروزي څېړنیز فارم کې پر ۵ جریبه ځمکه د ۱۲۶ زره مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو قوریه جوړه شوه، چې موخه یې د راتلونکي کلونو لپاره د نیالګیو تولید او پراختیا ده.
په یاده قوریه کې ۷۰ زره قلمي دمېوه لرونکو او بې مېوې نیالګي شاملي دي، د نږدې ۵۰ زره زینتي بوټو لپاره تخمونه کرل شوي او ترڅنګ یې شپږ زره فالونیا قلمي شاملې دي، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طرزالعمل پر بنسټ کرل کېږي. تمه ده، چې د دوو کالو په اوږدو کې به دا قلمي د کندهار ترڅنګ، نورو ولایتونو ته هم د تولید او پراختیا لپاره واستول شي.
قوریه د نیالګیو د کرنې، پراختیا او تکثر لپاره کارول کېږي، چې په لومړي پړاو کې تخم یا قلمي په منظمه توګه په معیاري کڅوړو یا ترتیب شویو ځمکو کې ایښودل کېږي، او د دوو کلنو وروسته یادې قلمي د میوې، حاصلاتو او یا هم سیمي سمسورتیا لپاره نورو ځمکو ته انتقالېږي.
د قوریو جوړولو اساسي موخه د نیالګیو روزنې ته وده ورکول، ونو تولید زیاتول، او د کندهار ترڅنګ د هېواد نورو ولایتونو ته د نیالګیو پراختیا ده، ترڅو په هېواد دننه د بیلابېلو سیمو کرنه زیاته سي او نوي نباتات عام شي.
د یادونې وړ ده، چې درې اووني وړاندې هم د کندهار د ژړۍ ولسوالی ترویجي فارم کې ۴۰ زره د بې مېوې ونو قوریه جوړه شوې وه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت