د کندهار منګالي فارم کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت معیاري تفریحي پارک جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۵۲
د کندهار منګالي فارم کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت معیاري تفریحي پارک جوړېږي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت په لوړ شاولیکوټ ولسوالی کې د منګالي فارم پر پراخې دولتي ځمکې د ۳۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یو معیاري تفریحي پارک د جوړېدو چارې رسماً پیل شوې.
یاد پارک به د یو خصوصي سوداګر له خوا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې او د طبیعي سرچینو آمریت تخنیکي همکارۍ سره، د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ جوړ شي. د دې پارک لپاره لسګونه جریبه ځمکه د قانوني مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د اړوندو ادارو د ګډ پلاوي په حضور کې لس کلونو لپاره اجارې ته ورکړل شوې ده.
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وايي، چې دا تفریحي پارک به نه یوازې یو عصري جومات، بلکې د سالمې بوختیا لپاره تفریحي فضا، د فوټبال او والیبال مجهز میدانونه، د لامبو حوضونه، خوړنځایونه او نور معیاري اسانتیاوې ولري.
د کندهار د کرنې ریاست مسؤلین دغه اقدام یو مهم اقتصادي او ټولنیز فرصت بولي. دوی وایي، له دې پارک څخه به نه یوازې د کندهار ښار اوسېدونکي، بلکې له نورو ولایتونو راغلي میله‌وال هم ګټه واخلي، چې دا به د تفریح ترڅنګ د سیمې اقتصادي وده هم تضمین کړي.
دا پارک به د ښاري ژوند ترڅنګ، خلکو ته د آرام، روغتیا، ورزش او تفریح مناسب چاپېریال برابر کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت