د کندهار معروف کې چک‌ډېمونه او استنادي دېوالونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۲:۴۳
د کندهار معروف کې چک‌ډېمونه او استنادي دېوالونه جوړېږي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د «ډي،آر،سي» مؤسسې په همکارۍ د معروف ولسوالی په ځینو کلیو کې  د سېلابونو مخنیوي او اوبو زېرمې لپاره چک‌ډېمونه او استنادي دېوالونه جوړېږي.
دغه چک‌ډېمونه او استنادي دېوالونه د کندهار ولایت د معروف ولسوالی په پنځو کلیو کې جوړېږي، چې د سروې چارې یې بشپړ شوي دي او ډېر ژر به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.
دغه چک‌ډېمونه او استنادي دېوالونه چې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو د مدیریت په موخه جوړېږي، تر څنګ یې د یادې ولسوالی لسګونه اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.
د ا.ا.ا انډولیزي پراختیا ته ژمن دی او له همدې کبله یې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د یوه-یوه چک‌ډېم د جوړېدو پرېکړه کړې ده، چې ډېری یې رغول شوي دي او پاتې نور یې هم د بشپړېدو په حال کې دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت