د کندهار معروف کې پر سلګونو بزګرانو مرستې وېشل کېږي
۱۷ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي او د «ډبلیواچوای» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د معروف ولسوالی پر دوه زره بزګرانو د مرستې د وېش په پار د دوی د سروې چارې شبپړ او په نږدې راتلونکې کې به پر دوی اړینې مرستې ووېشل شي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې سروې په ترڅ کې بې وزله او اړمن بزګران مشخص شوي دي، چې د دوی د ملاتړ په پار به له دوی سره مرستې او همکارۍ ووشي.
ددې مرستې موخه د بې وزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې دکرنې سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.