د کندهار معروف ولسوالی ۷ زره کوچني څاروي د طاعون پر وړاندې وقایه شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۴۲
د کندهار معروف ولسوالی ۷ زره کوچني څاروي د طاعون پر وړاندې وقایه شوي

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او»  په مالي ملاتړ، د معروف ولسوالی د مسلکي پاراوټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، په یاده ولسوالی کې ۷ زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین شوي دي.
یاد واکسین د لس ورځو په موده کې  تطبیق شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول او د هغوی اقتصادي ملاتړ دي. ترڅو د دې واکسین تطبیق سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي، او ترڅنګ یې مسلکي کسانو ته د کار فرصتونه هم برابره شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې څه باندې یوه اوونې وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅه او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار ښار او ۱۹ ولسوالیو کې د ۸۰ زره کوچني څارویو لپاره د طاعون وقایوي واکسین کمپاین پیل شوې وه، چې اوس مهال یي په نورو ولسوالیو کې د تطبیق چارې لاهم روانې دي.


وقایه ۷ هزار رأس مواشی کوچک در برابر بیماری طاعون در ولسوالی معروف کندهار
۱۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به کوشش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، و همکاری تخنیکی پاراوترن‌های مسلکی ولسوالی معروف، تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری، در این ولسوالی ۷ هزار رأس مواشی کوچک در برابر بیماری طاعون واکسین وقایوی گردیدند.
این واکسین در مدت ده روز تطبیق شد که هدف آن جلوگیری از بیماری کشنده طاعون، حفظ صحت مواشی، کاهش زیان‌های اقتصادی مالداران و حمایت از معیشت آنان می‌باشد. با تطبیق این واکسین، تولید شیر و گوشت مواشی به‌طور عادی ادامه یافته، شیوع بیماری‌ها به‌موقع کنترول می‌گردد و برای افراد مسلکی نیز زمینه کار فراهم می‌شود.
قابل یادآوری است که حدود یک هفته پیش، به ابتکار ریاست زراعت کندهار و با حمایت مالی سازمان ملل متحد برای غذا و زراعت، کمپاین وقایه طاعون برای ۸۰ هزار رأس مواشی کوچک در شهر کندهار و ۱۹ ولسوالی آن آغاز شده بود که در حال حاضر روند تطبیق آن در سایر ولسوالی‌ها نیز ادامه دارد.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال له اړوندو څانګو سره تعارفي غونډه ترسره شوه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر تعارفي غونډه د دې معینیت تر چتر لاندې له ټولو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۴:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د لغمان ولایت د «ختیځ ځلاند» شرکت څخه لیدنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د خپل مل پلاوي سره یوځای د لغمان ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۱:۴۶
Background image

د ننګرهار او لغمان د کرنې رییسانو ادلون بدلون او پر نوو دندو ګمارنه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن د نورستان ولایت د کرنې رییس او د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د ننګرهار د کرنې رییس. . .

بازگشت