د کندهار لوړ میوند کې پر یوشمېر کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۹:۵۱
د کندهار لوړ میوند کې پر یوشمېر کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شول

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د سولې بنست مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د لوړ میوند ولسوالی ۱۵ کورنیو ته د روب او مربا جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
 په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته اووه قلمه توکې چې، په کې «ترازو، چاړې، جوسر، ګازي اجاق، دیګ او سطلونه» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو،مربا او اچار جوړولو، محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی، بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

کندهار کې د بزګر او مالدار ورځې په مناسبت ځانګړي پروګرامونه ترسره شول؛ د ۱.۳ میلیونه ډالرو پراختیایي پروژې لاسته راوړنې شریکې شوې

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې «یوان‌اوډي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ارغستان کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۹ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالی په «میوو» سیمه کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو یو چکډېم، د بشپړې تخنیکي څارنې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

بازگشت