د کندهار غورک کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۴۶
د کندهار غورک کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت غورک په ولسوالی کې د کرنې ادارې اړوند دبوټو ساتنې او ترویج مدیریت کارکوونکو لخوا د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ د څارویو، بڼونو او بوټو د افتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې یوشمېربزګران روزلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې د بزګرانو د وړتیالوړولو په پآر د کندهار دکرنې ریاست  فني او مسلکي کارکوونکو له خوا د دې ولایت په کچه د عامه پوهاوی کمپاین پی شوی دی، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت غورک ولسوالی کې ډېر شمېر بزګران روزل شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې ددې کمپاین په ترڅ کې به د یاد ریاست مسلکي کارکوونکي ددې ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو کلیو کې به بزګرانو ته د کرکیلي او مالدارۍ اړوند عامه پوهاوی ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت