د کندهار غورک کې سلګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۰:۳۳
د کندهار غورک کې سلګونه بزګران وروزل شول

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکټېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د غورک ولسوالی ۱۵۰۰ بزګرانو ته څلور ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.
دغو بزګرو ته د غنمو د کرنې لپاره د ځمکې جوړول، د تخم کرل، اوبه لګول، د هرزه وښو او ناروغیو مخه نیول، د حاصلاتو راټولول او نور اړین معلومات د مسلکي کسانو لخوا ورکول کېږي.
د دې روزنې موخه د بزګرانو د کرنې کیفیت لوړول، د پرمختللو میتودونو څخه ګټه اخیستل، له کمو مځکو څخه د لوړو حاصلاتو ترلاسه کول، د کښت حاصلاتو زیاتول، د کیمیاوي سرو مناسب استعمال، او د آفتونو او ناروغیو په وړاندې مبارزه کول ښودل شوي دي.
یاده دې وي، چې دغو روزل شویو بزګرانو ته یوه اوونۍ مخکې د اصلاح شویو غنمو تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل شوې وې، ترڅو د روان کال لپاره کرنه په اغېزمنه توګه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت