د کندهار شپږو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو د روب او مربا جوړولو توکي ووېشل شوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۳۷

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د  دملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شپږو ولسواليو  یوشمېر  کورنیو ته د روب، مربا او چارو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
دغه مرستې د کندهار پنجوائې، ژړۍ، لوړ شاولیکوټ، لوړ میوند، کښته میوند او نیش ولسوالیو پر ١٧٠ کورنیو وېشل شوي دي.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هرې کورنۍ ته نهه قلمه توکې چې، په کې «د بخار دیګ، فنل، بالابر، شیشه یي مرتبان، سربازکن، ترازو، هوا کش، د لوښې مینځلو توکي او نور» شامل دې ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د روب جوړولو، مربا او اچار جوړولو،  محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی،  بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې یادې مرستې څخه برخمن شوي کسان د کندهار د کرنې ریاست او سولي بنسټ مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت