د کندهار شاولیکوټ کې یوشمېر بڼولو سره د بڼوالۍ اړونده توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۲
د کندهار شاولیکوټ کې یوشمېر بڼولو سره د بڼوالۍ اړونده توکو مرسته وشوه

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د شاولیکوټ ولسوالی کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي. 
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د کندهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

بازگشت