د کندهار شاولیکوټ کې لسګونو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۰:۵۰
د کندهار شاولیکوټ کې لسګونو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر یو ان او ډي سي په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د کرنې اړوند چارواکو تر څارنې لاندې، ۶۰ اړمنو بزګرانو ته د پنبې اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.
په دې مرسته کې هر بزګر ته ۱۰ کیلوگرامه اصلاح شوی تخم او ۵۰ کیلو توره کیمیاوي سره ورکړل شوه، څو د کالکۍ «پنبې» د روان فصل کرنه ښه او مؤثره ترسره شي.
د یادې پروژې یوه مهمه برخه دا ده، چې پر مرستو سربېره، بزګرانو ته به د پنبې د معیاري کرنیزو میتودونو په اړه عملي روزنه هم ورکړل شي، تر څو حاصلات زیات او کرنه اغېزمنه شي.
د دې مرستې موخه د اړمنو بزګرانو مالي ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د میکانیزه کرنې دودول، کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او بزګرانو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.
د یادونې ده چې د همدې پروګرام له مخې، د کالکۍ د روان فصل پر مهال به بزګرانو ته سپینه کیمیاوي سره هم ووېشل شي، څو د تولیداتو کچه نوره هم لوړه شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت