د کندهار شاولیکوټ ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو معیاري زېرمه تون رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۲۶
د کندهار شاولیکوټ ولسوالی کې د اصلاح شویو تخمونو معیاري زېرمه تون رغنیزې چارې پیل شوې

۷ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ، د کندهار د شاولیکوټ ولسوالی د سربند په سیمه کې د نږدې درې زره امریکایې ډالرو په لګښت د اصلاح شویو تخمونو زېرمه کولو لپاره د معیاري زېرمه تون رغیزې چارې پیل شوې.
دغه زېرمه تون چې ۸.۵ متره اوږدوالی، ۴ متره پراخوالي او ۳ متره جګوالی لري او د معیاري درې لاټه تخم اېښودو په صورت کې د ۲۵ متریک ټنه پاک تخمونو د زېرمه کولو ظرفیت لري، چې رغنیزې چارې به یې د شپږو اوونیو په ترڅ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دا تخمونه د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې د کرلو لپاره بسنه کوي، که چیري هر بزګر ته ۵۰ کیلو تخم ورکړل سي، ۵۰۰ بزګران به ترې ګټه واخلي. همدارنګه د تخم پاکولو لپاره یو ځانګړی خونه جوړه شوې، چې د ۱۰–۱۲ متریک ټنه ناپاکو تخمونو دزېرمه کولو ظرفیت لري.
دغه زېرمه تون ته د پاک کارۍ یو ماشین هم ورکړل شوي، چې په ۹۰ دقیقو کې یو ټن تخم پاکوي. سربېره پر دې، ۲۰ پلیټونه، تش پارسلونه، د پارسل ګنډلو ماشین، د پارسل ډکولو ۲ بمبوګان، ترازو او نور اړین وسایل هم ورته برابر شوي دي.
ددغې زېرمه تون د جوړېدو موخه د کوکنارو بدیل په توګه د اصلاح  شویو تخمونو پراختیا، د بزګرانو لپاره اړینې چوپړتیاوې برابرول او د هغوي لپاره اسانتیاوې رامنځته کول دي، ترڅو بزګران دغه زېرمه تون څخه مؤثره استفاده وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت