د کندهار سپین بولدک کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۲:۳۷
د کندهار سپین بولدک کې زرګونو څارویو ته د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو  

۲ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالی کې د درې زره کوچنیو څارویو لپاره د چنجیو ضد واکسین تطبیق شو. دغه کمپاین د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې او د سپین بولدک د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو په تطبیقي همکارۍ ترسره شو.
د واکسین د تطبیق موخه د مالدارانو ملاتړ، د مالدارۍ سکتور پراختیا، د څارویو د محصولاتو زیاتوالی او د مالدارۍ سکتور روغتیا ته ځانګړې پاملرنه ده.
د کرنې ریاست په وینا، د چنجیو ضد یاد واکسین ټولټال ۳۰ زره دوزه دی، چې د تطبیق کمپاین یې وړاندې د کندهار ولایت په پنځو ولسوالیو کې پیل شوی و. د پنجوایي، نیش، میوند، سپین بولدک، خاکریز، ارغستان، او غورک ولسوالیو پاراوټرانو د یادو واکسینونو د تطبیق چارې په بریالیتوب پر مخ وړي.
یاد واکسین به د څارویو د روغتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي او د مالدارانو اقتصادي حالت ته به مثبتې اغېزې ولري. د کرنې ریاست او همکارو ادارو د دې کمپاین د دوام ډاډ ورکړی، څو د مالدارۍ سکتور ته لا زیاته وده ورکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت