د کندهار د پنجاو کانال جوړولو پروژې څخه څارنه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۱۸
د کندهار د پنجاو کانال جوړولو پروژې څخه څارنه وشوه

۱۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه، د طبیعي سرچینو آمر مولوي عبدالباري صابر او انجنیر سلیمان څاګر د پنجاو اوبو رسولو کانال پروژې د پرمختګ او کیفیت څارنه وکړه او د پروژې د لا ښه‌والي لپاره یې سپارښتنې وکړې.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پنجاو اوبو رسولو کانال جوړولو پروژه څه کم یوه میاشت وړاندې د یو ان ډي پي په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ مؤسسې په تطبیق، څلور خصوصي ودانیزو شرکتونو په تخنیکي همکارۍ او د طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پیل شوه. د طبیعي سرچینو آمر مولوي عبدالباري صابر او انجنیر سلیمان څاګر د پروژې له ساحې څخه لیدنه وکړه او د کانال د جوړولو چارې یې وڅارلې. په دې لیدنه کې انجینرانو د کیفیت د لوړولو لپاره خپلې سپارښتنې هم وړاندې کړې.
د پنجاو کانال پروژه، چې د ۸۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت او د درېیو میاشتو په موده کې بشپړېږي، د کندهار د کرنیزو ځمکو او بڼونو د اوبو رسولو په برخه کې به مهم رول ولري. یاد کانال چې ۴ کیلومتره اوږد، ۴ متره پراخ او ۱.۵ متره لوړ دی، د سیمې زرګونو بزګرانو ته د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسي په برخه کې ستونزې حلوي. همدارنګه، د پروژې پر مهال ۳۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۳۷
Background image

د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالی کې د حیواني کلینیکونو د فعالیتونو څارنه ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، په مشرۍ ګډ پلاوي د خوږیاڼو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د یو شمېر حیواني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

لغمان کې ۵۰۰ مالدارانو ته د علفې میده کولو ماشینونه او منرالي خښتې ووېشل شوې

د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې نړۍوالې ادارې «افاې»‌او په مالي ملاتړ او د«ان‌سي‌اراو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د مهترلام ښار ۵۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۸:۲۲
Background image

بغلان کې د شاتو تولید مخ پر زیاتېدو؛ ۳۸۰ فارمونه په کلني ډول تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې او د شاتو تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او دا مهال شاوخوا ۳۸۰ د شاتو تولید فارمونه په. . .

بازگشت