د کندهار دکرنې رییس د کرنیزې پرمختیا صندوق له چارواکو سره د کرنې سکتور پیاوړتیا په پار ناسته وکړه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۰:۴۸
د کندهار دکرنې رییس د کرنیزې پرمختیا صندوق له چارواکو سره د کرنې سکتور پیاوړتیا په پار ناسته وکړه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرشید منیب د خپل کار په دفتر کې د کرنیزې پرمختیا صندوق له مسؤلینو سره د کرنې سکتور پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه. 
د لیدني په پیل کي د کرنیزې پرمختیا صندوق مسؤلینو د یاد صندوق اړوند معلومات وړاندي کړل او ترڅنګ یي د کرنې هر ډول پور ورکولو معلومات د کندهار دکرنې رییس سره شریکه کړه.
ورپسې د کندهار دکرنې رییس مولوی عبدالرشید منیب د سوداګرو او بزګرانو د پیاوړتیا او کرنې سکتور راپورته کولو لپاره داسې فرصتونه او اسانتیاوې برابرول ډېر مهم یاد کړل، او ترڅنک یي غوښتنه وکړه، چي په دې برخه کي بزګرانو ته عامه پوهاوی او اسانتیاوې برابري شي، ترڅو د کرنیزې پرمختیا صندوق له لاري د کندهار د بزګرانو مالي ستونزې کمې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت