د کندهار دکرنې رییس د تخته پُل ولسوالۍ د میل سیمې له اوسیدونکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۳
د کندهار دکرنې رییس د تخته پُل ولسوالۍ د میل سیمې له اوسیدونکو سره وکتل

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د تخته پُل ولسوالۍ د میل سیمې د دواړو لوریو اوسیدونکو سره ناسته وکړه. د ناستې موخه د میل په سیمه کې د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو پر سر د ځایي اوسیدونکو ترمنځ دعوه وه.
د ناستې په پیل کې، دواړو لوریو د میل سیمې د ځمکو اړوند معلومات شریک کړل او وروسته یې د خپلې ادعا د اثبات لپاره اسناد وړاندې کړل.
ورپسې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي په خپلو خبرو کې وویل؛ چې د ا.ا.ا هېڅ چاته اجازه نه ورکوي، ترڅو غیرقانوني تصرفات وکړي یا پر یاده ځمکه ناقانونه برمې وکېندي. هغه ټینګار وکړ چې تر څو د ځمکې دعوه او شخړه حل شوی نه وي، هېڅوک باید کرنیزې چارې ترسره نه کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د یادو ځمکو د دقیقې او شفافې څېړنې لپاره به د غصب مخنیوي تخنیکي هیئت وټاکل شي، چې د دواړو لوریو له ځمکو له نږدې لیدنه وکړي.
د ناستې په پای کې، د تخته پُل ولسوالۍ اوسیدونکو ژمنه وکړه، چې تر هغو پورې به نوي تصرفات او کرنیزې چارې نه ترسره کوي، ترڅو د موضوع وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت