د کندهار دکرنې رییس: د بزګرانو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړئ

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۲:۴۲
د کندهار دکرنې رییس: د بزګرانو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړئ


۱۰ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي ددې ولایت د ټولو ولسوالیو د کرنې له چارواکو او آمرینو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په دې لیدنه کې د کندهار د ټولو ولسوالیو دکرنې ادارې چارواکو او آمرینو په خپل وار سره د خپلو ادارو د کړنو او راتلونکو پلانونو په هکله دکندهاردکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل او هغه ستونزې او ننګونې یې د کندهار کرنې له رییس سره شریکې کړې، چې دوی په ولسوالیو او سیمو کې ورسره مخ دي.
په همدې حال کې دکندهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي د دوی د کړنو او فعالیتونو تر ستاینې وروسته وویل، چې ددې ولایت د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ستونزو ته باید پر وخت رسېدنه ووشي.
ښاغلی فضلي دغه راز یادو چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د خپل سرې تصرفاتو او غصب مخنیوی په پار دې خپلې هلې ځلې کړندي کړي.
د کندهار دکرنې رییس یادو چارواکو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزې ته به رسېدنه ووشي او دوی ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت