د کندهار دکرنې رییس د اراضۍ او کدستر آمریتونو له یوشمېر مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۱:۱۹
د کندهار دکرنې رییس د اراضۍ او کدستر آمریتونو له یوشمېر مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه

۱۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ د اراضۍ او کدستر آمریتونو له یوشمېر مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه. په دې غونډه کې د اراضۍ آمر مولوي عبدالنصیر (صفت الله)، د کدستر آمر مولوي غلام نبي نوراني، د کدستر مدیر فریداحمد ابراهیمي او د املاک ارشیف ژغورنې کمېټې غړو ګډون کړی وه.
د غونډې په پیل کې الحاج مولوي فضل الباري فضلي وویل، چې هر مسؤل شخص د نظام د مکلفیتونو ارزونه او څارنه باید په سمه توګه ترسره کړئ. هغه زیاته کړه، چې د نظام د هر مسؤل ټاکنه د دې مانا لري، چې نوموړی باید خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره کړئ. په غونډه کې ښاغلی فضلي له ټولو مسؤلینو وغوښتل، چې د املاکو ارشیف معلومات نور هم بډایه کړي، د خدماتو لپاره یو ارزښتمن او مؤثر طریقه جوړ کړي، ترڅو خلک د املاکو اړوند معلوماتو د ترلاسه کولو له پروسې ښه خبر شي. هغه زیاته کړه، چې د چارو شفافیت، روڼتیا او همغږي باید نوره تأمین شي، او د املاکو ارشیف څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره باید یو منظم، شرعي او اصولي سیستم جوړ شي. د کندهار دکرنې رییس په خپلو خبرو کې د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ، ورورولۍ، او د نظام د چارو د لا ښه پرمخ بېولو ټینګار وکړ. همداراز یې د ارشیف د اسنادو د خوندیتوب او ساتنې لپاره ځانګړې پاملرنه ضروري وبلله. 
ورپسې د اراضۍ آمر مولوي عبدالنصیر (صفت الله) هم د املاکو ارشیف ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او ټولو مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې خپل مسؤلیتونه په پوره ایماندارۍ ادا کړي.
په پای کې راغلو مسؤلینو خپل نظرونه تبادله کړل او ژمنه یې وکړه، چې د املاکو د مدیریت لپاره به مؤثره تګلاره رامنځته کړي. چې ورپسې الحاج مولوي فضل الباري فضلي دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو مرستې ووېشل شوې 

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دی ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د ننداریزو کروندو جوړولو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو د کانسپټ نوټونو روزنیز ورکشاپ دایر شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ ریاست له لوري، د پراختیایي پروژو لرونکو ریاستونو مسؤلینو لپاره یو ورځنی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۴
Background image

پکتیکا کې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د همکارو مؤسسو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د پکتیکا د. . .

بازگشت