د کندهار دکرنې ریاست؛ د خاکریز باغکۍ ګنج په اجاره ورکړل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۵
د کندهار دکرنې ریاست؛ د خاکریز باغکۍ ګنج په اجاره ورکړل شو

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی د باغکۍ ګنج د یو کال لپاره په اجاره ورکړل شو.
د کندهار دکرنې ریاست د اجارې عمومي مدیر مولوی عبدالحی خالد وایي، یاد ګنج د ازادې داوطلبۍ له لارې مستحق ګټونکي ته سپارل شوي او ورسره د ۳۰ کلونو اجارې هوکړه لیک هم شوی دی. د دې هوکړه لیک له مخې به هر کال ټاکل شوې اندازه اجاره، پرته له داوطلبۍ، د ا.ا.ا ملي بودیجې ته ورکول کېږي.
خالد زیاتوي؛ چې ګټونکی پلان لري په راتلونکو کلونو کې یاد ګنج معیاري کړي، د څارویو د ښه معاینې، درملني او اړوندو برخو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، او موجودې نیمګړتیاوې پوره کړي، ترڅو مالداران په خپله سیمه کې له مناسب خدماتو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست هڅه کوي، چې په کندهار کې ټولې امارتي ځمکې د شفافو، عادلانه او قانوني میکانیزمونو له مخې په اجاره ورکړي، ترڅو د دې ملي شتمنیو څخه مؤثره، اقتصادي او قانوني ګټه پورته شي. په همدې لړ کې وړاندې میلکو تولیدي کمپنۍ ته هم د ارغنداب ولسوالۍ سرکاري بڼ ته څېرمه سیمه کې ۱۰.۵ جریبه ځمکه د ۳۰ کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت