د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میوند ولسوالیو ۱۱۰ تنه د انګورو بڼوالو ته د انګورو د بڼونو د ظرفیت، کیفیت او حاصلاتو لوړولو په موخه اړین توکي ووېشل شول.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو توکو کې هر بڼوال ته ۵۰ کیلو سپینه سره، ۲۵ کیلو پوټاشیم سلفیټ، د لایم سلفر د جوړولو لپاره یو کیلو چونه (آهاک)، دوه کیلو سلفر او یوه برقي (الکترونیکي) د درمل شیندنې ډبه ورکول شوه، ترڅو د بڼونو حاصلات او کیفیت لوړ شي.
د چارواکو په وینا، د مرستې تر څنګ یادو بڼوالو لپاره د انګورو د سمې روزنې او د ورکړل شویو توکو د اغېزمن استعمال په موخه یو ورځنی عملي او نظري روزنیز پروګرام هم ترسره شو، چې په کې بڼوال د انګورو د عصري او نويو کرنیزو میتودونو سره بلد شول.
د دې مرستې موخه د بزګرانو مالي ملاتړ، د انګورو د حاصلاتو او کیفیت لوړول او د بڼونو روزنه په معیاري ډول ترسره کول دي، تر څو بزګران د عصري کرنې له نويو لارو چارو څخه ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د انګورو د حاصلاتو زیاتوالي او د بڼوالو د علمي سویې لوړولو لپاره هڅې روانې ساتلې، ترڅو بزګران په مسلکي توګه وروزل شي او کرنیز تولیدات یې زیات شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت