د کندهار دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۲:۲۸
د کندهار دوو ولسوالیو کې د امارتي ځمکو د غصب مخه ونیول شوه

۱۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کندهار ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې په لارښوونه ددې ولایت لوړ شاولیکوټ او دامان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د نویو خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه. 
د غصب د مخنیوی په دې کمپاین کې د یادو ولسوالیو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا تازه جوړېدونکي ودانۍ ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار په ولایت کې تر دې وړاندې هم د سلګونه جریبه ځمکې د غصب مخنیوی شوی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت