د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۱۶
د کندهار درېیو ولسوالیو کې ۱۴۰ بیوزلو کورنیو ته د هګیو چرګې ووېشل شوې

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «ډې.آر.سې» ادارې په مالي ملاتړ، د بشري خیریه مؤسسې (او.ایچ.ډبیلو) په تخنیکي همکارۍ د کندهار دامان، ارغستان او خاکریز ولسوالیو کې ۱۴۰ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته د هګیو چرکې، خوراکه او اړین توکي ووېشل شول.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ چارواکي وایي، چې په دې مرسته کې هري کورنۍ ته ۳ چرګان، ۲۷ د هګیو چرګې، ۱۵۰ کیلو ګرامه د چرګانو خوراکه، ۳۰ ګرامه مولټي ویټامین، ۳ داني د اوبو لوښي او ۳ داني دانه خوری ووېشل شوې.
د یادې مرستې موخه د بیوزلو کورنیو ملاتړ، کوچني کورنیو اقتصاد راپورته کول، د بیوزلو کورنیو اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي. 
د یادونې وړ ده، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې د همدې مرستي په لړ کې یادو کورنیو ته د فارم جوړولو لپاره ودانیز او بنسټیز توکي هم وېشل شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت