د کندهار درېیو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو بلاربې وزې او اړین توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۰:۱۶
د کندهار درېیو ولسوالیو کې پر لسګونو کورنیو بلاربې وزې او اړین توکي ووېشل شول

۹ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار د پنجوايي، ډنډ، او دامان ولسوالیو پر ۶۵ بیوزلو او اړمنو کورنیو وزې، د څارویو متراکمه خوراک، او اړین توکي وېشل شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې مرسته کې ۲۵ کورنۍ د ډنډ، ۲۰ کورنۍ د دامان، او ۲۰ کورنۍ د پنجوايي ولسوالۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته ۲ بلاربې وزې، ۱۰۰ کیلوګرامه د څارویو متراکمه خوراکه، د څارویو لپاره د اوبو ټپ، د خوراکي توکو آخور، او د سامانونو کور ته رسولو لپاره کرایه ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د بیوزلو او اړمنو کورنیو ملاتړ، د مالدارۍ په برخه کې د دوی اقتصادي وضعیت ته وده ورکول، د کورنیو د لبني اړتیاوو پوره کول، او د وزو د محصولاتو له لارې د بازار اړتیاوو رفع کول دي، ترڅو کورنۍ وکولای شي خپلې نورې اړتیاوې هم تر یوه بریده پوره کړي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅو او د اسلامي هوساینې سازمان په مالي ملاتړ په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو کې ۷۵۰ کورنیو ته د ګلابي نسل وزې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت