د کندهار دامان کې د زعفرانو نندارتون دائر شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۹

د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت دامان ولسوالی کې د زعفرانو نندارتون په لاره اچول شوې وه.
د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د افغانستان د زعفرانو د کښت، راټولولو، پروسس، بازارموندنې او صادرولو د لارو چارو پېژندل دي.
په دغه نندارتون کې، د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمود مظلوم، د کندهار ښاروال حاجي نعمت الله حسن، د اقتصاد رییس عبدالسلام بریالی، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې ولایتي چارواکو، بزګرانو او نورو سیمه ییزو چارواکو کډون کړي ؤ.
ددې نندارتون په پرانست غونډه کې د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له چارواکو مننه وکړه، چې دوی تل دکندهار دکرنې ریاست سره همکاري کوي.
ښاغلی مظلوم همدارنګه بزګرانو ته د زعفرانو د اقتصادي ارزښت، بازارموندنې او د کښت د نویو لارو چارو په اړه معلومات ورکړل.
دکندهار دکرنې رییس وویل، چې د کندهار په ولایت کې په ټولیزه ډول پر ۴۴۱ جریبه ځمکه زعفران کرل شوې، چې له دې ډلې ۱۱۵ جریبه یې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ او پاتې ۳۲۶ جریبه نور یې د نورو همکارو مؤسسو په همکارۍ جوړې شوي دي. 
 د کندهار دکرنې رییس مولوی محمود مظلوم دغه راز وویل: «زعفران یو له هغو نباتاتو څخه دی، چې د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لري، موږ هڅه کوو چې کروندګرو ته د دې بوټي د کرلو او راټولولو سمې لارې چارې ور زده کړو، ترڅو ددې اقتصادي ارزښت لرونکي بوټي د دودولو له لارې د وچکالۍ اغیزې راکمې کړو.»
په دې نندارتون کې د کندهار د بېلابېلو سیمو زعفران نندارې ته وړاندې شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت