د کندهار دامان مسلخ کې تېره اوونۍ سلګونه څاروي معاینه شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۱۱
د کندهار دامان مسلخ کې تېره اوونۍ سلګونه څاروي معاینه شوه

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت لخوا د دامان ولسوالی په مسلخ کې په تېرو اوو ورځو کې ۸۳۴ څاروي معاینه شوي دي. په معاینه شویو څارويو کې ۳۸۰ پسونه، ۴۲۰ وزګړي، ۲۸ غوایي او یو اوښ شامل دي. له دې ډلې، ۵ څاروي د ناروغۍ له امله د پلورلو وړ ونه ګڼل شول او په بازار کې یې د پلور اجازه ور نه کړل شوه.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست ټینګار کوي، چې هېڅ قصاب ته به اجازه ور نه کړي، چې بې‌کیفیته یا په ناروغیو ککړه غوښه وپلوري. دغه ریاست له ښاریانو غوښتنه کړې، چې له غیر قانوني او بې‌مهره غوښې پېرلو ډډه وکړي، ترڅو د څارویو له لارې د ناروغیو خپرېدو مخه ونیول شي.  
د مالدارۍ مسؤلین وايي، چې د ناروغیو د مخنیوي او د صحي غوښې وړاندې کولو لپاره منظمې معاینې ترسره کوي. تېره اوونۍ هم د ډنډ او دامان په مسلخونو کې زرګونه څاروي معاینه شوي وو.
د کندهار د مالدارۍ آمریت د څارویو معاینې لړۍ د ناروغیو د کنټرول او د ښاریانو روغتیا خوندي کولو لپاره مهمه بولي. د دې پروسې په دوام به په کندهار کې د بې‌کیفیته غوښې د پلور مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۴۳
Background image

کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او. . .

بازگشت