د کندهار خاکریز کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم جوړولو چارې رسماً پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۱:۱
د کندهار خاکریز کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم جوړولو چارې رسماً پیل شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) په مالي ملاتړ، او د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د خاکریز ولسوالی په چهار بنده (غوماشه مانده) سیمه کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت دچکډېم جوړولو چاري رسماً پیل شوې. د یاد چکېم جوړېدو چارې به د کندهار طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او تمه ده، چې د اوبو زېرمې په برخه کې د سیمې اړتیاوې پوره کړي.
یاد چکډېم به د ۷۱ مترو په اوږدوالي، ۵ مترو په پراخوالي او ۱۵ مترو په لوړوالي سره په اساسي او پایدار ډول جوړ شي، چې ورسره ترڅنګ به ۱۰ کسانو ته په فني برخو او ۳۰ نورو کسانو ته په غیرفني برخو کې د کار زمینې برابرولو ترڅنګ له امله به د سیمې خلکو ته د کار فرصتونه په نسبي توګه زیات شي. د یاد چکډېم جوړېدو چارې به د څلورو میاشتو په لړ کې بشپړ شي، چې د سیمې اوبو او کرنیزو اړتیاوو لپاره مهمه ګټه لري.
دغه چکډېم به د ژمې اورښتونه زېرمه کړي، چې په نتیجه کې به یې د خاکریز ولسوالی د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي. دې سره به د سیمې د زرګونو بزګرانو او مالدارانو لپاره د اوبو دوامداره او خوندي لاسرسی ممکن شي او د کرنې او مالدارۍ په چارو کې به د هغوی ستونزې په مؤثره توګه حل شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه د ۱۳۸ چکډېمونو رغنیزې چارې پیل شوي دي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۸:۴۰
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو دپراختیايي پروګرام له مرستیالې سره وکتل


۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې مېرمن ډېول سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۳۱
Background image

د لغمان د کرنې رییس په مشرۍ د ځنګلونو ساتنې او بیارغونې کمېټې بادپښ ولسوالی ته سفر وکړ

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ځنګلونو د ساتنې او بیارغونې چارو کمېټې مسؤلینو بادپښ ولسوالی ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۲۹
Background image

ننګرهار کې ۳۰ مدیرانو ته د اوبو د ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱۶ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ۱۷ ولسوالیو د ترویج، اوبو تنظیم او ځنګلاتو ۳۰ تنو مدیرانو ته د اوبو د ښه. . .

بازگشت