د کندهار خاکریز کې د ۱۱۰ زره ډالرو په ارزښت د کانال رغنیزې چارې پیل شوې
۶ مرغومې ۱۴۰۳ه.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اقتصاد ریاست په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) ادرارې په مالي ملاتړ، د سولي بنسټ مؤسسې په تطبیقي همکارۍ د کندهار خاکریز ولسوالی د چهاربند په سیمه کې د ۱۱۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانال رغنیزې چارې پیل شوي دي.
دغه کانال به ۲ کیلو متره اوږدوالی، ۵۰ سانتيمتره لوړوالی او ۴۰ سانتي متره پراخوالی لري، چې د یاد کانال رغنیزې چارې به د دوو اوونیو په اوږدو کې په پاخه او اساسي ډول بشپړې شي. د یاد کانال د جوړېدو په ترڅ کې ۱۵ کسانو ته په فني او ۴۵ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې، د خاکریز ولسوالی ځایې اوسېدونکي د کرنې ریاست او ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو. ان. ډې. پي) سازمان څخه خوښي څرګندوی، چې د اوبو رسولو په موخه ورته اسانتیاوې برابرېږي. چې ورسره سم به د دوی ډېری ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې میاشت وړاندې هم د کرنې ریاست په هڅو او د ملګروملتونو پراختیایې ادارې په مالي ملاتړ، د کندهار د ژړۍ ولسوالی په مهاجرینو سیمه کې د ۱۸۵ زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو کانالونو رغنیزې چارې پیل شوې وې.