د کندهار تخته پل کې د اوبو زېرمه کولو په پار د حوضونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۱۰:۵
د کندهار تخته پل کې د اوبو زېرمه کولو په پار د حوضونو رغنیزې چارې پیل شوې

۲۹ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۸ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د تخته پل ولسوالی د څادرګه او تنګي سیمو لپاره د اوبو زېرمه کولو دوه حوضونو جوړولو چاري رسماً پیل شوي دي. دغه حوضونه د څارویو او کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د ستونزې د حل په موخه جوړېږي، چې تخنیکي سروې یې د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو کارکوونکو له خوا ترسره کړې ده.
یاد حوضونه به د ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت په پایداره او تخنیکي ډول جوړ شي، چې د حوضونو اوږدوالی ۴۰ متره، پلنوالی ۳۰ متره، او لوړوالی یې ۱.۵ متره دی؛ چې ټولي چاري به یې د یوې میاشتې کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ودانیزو چارو پر مهال یې یوشمېر فني او غیر فني کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دې حوضونو جوړېدو سره به د تخته پل ولسوالی د څادرګه او تنګي سیمو د کرنیزو ځمکو او څارویو د اوبو ستونزه هواره شي.
د یادو سیمو بزګران او مالداران د دې چارو د پیل هرکلی کوي او د کندهار د کرنې ریاست د دې نوښت ستاینه کوي. دوی غوښتنه کړې چې ورته چارې دې نورې هم زیاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې یوه میاشت وړاندې هم د کندهار خاکریز ولسوالی کې د کرنې ریاست په هڅه او د اروپایي ټولنې په ملاتړ د ۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یو حوض د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت