د کندهار بولدک ولسوالۍ کې د ۲۷۰ کیلو بې‌کیفیته غوښو قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۳:۱۶
د کندهار بولدک ولسوالۍ کې د ۲۷۰ کیلو بې‌کیفیته غوښو قاچاق مخه ونیول شوه

۱۲ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست؛ د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ قرنطین مسؤلینو او امنیتي ځواکونو سره په کډه همکارۍ د سپین بولدک فرضي کرښې له لارې د پلمیتو په منځ کې د۲۷۰ کیلو ګرامه د غوایې بی کیفیته او بی هویته غوښو د قاچاق مخه ونیوله.
د یادې ولسوالی د کرنې او مالدارۍ قرنطین چارواکي وویل: «یو تن غوښتل د غوایې یاده غوښه د سپین بولدک فرضي کرښې له لاري د پلمیټو پارسلونو په منځ کې په قاچاقي ډول کندهار ښار ته را انتقال کړي، او وروسته یې د خوراک په منظور پر یو شمېر خوراک پلورنځیو، غوښه پلورنځیو (قصابیو) او هوټلونو وپلوري. چې د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ قرنطین مسؤلینو او امنیتي ځواکونو په همغږۍ یې د قاچاق مخه ونیول شوه.» 
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست د خوراک پلورنځیو، هوټل لرونکو او ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې په غوښه پلورنځیو (قصابیو) کې تازه غوښۍ وپیري. او د چمتوشوې کوفتي او غوښو پیرولو څخه ډډه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار دکرنې ریاست او امنیتي مسؤلینو د بی کیفیته غوښو د قاچاق په وړاندې زیاته پاملرنه کړي. چې په ترڅ کې یې تېره اوونۍ هم په کندهار سپین بولدک فرضي کرښې له لارې د ۳۷۰ کیلوګرامه بی کیفیته د چرګ غوښو د قاچاق مخه نیولي وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت