د کندهار ارغنداب کې یوشمېر بڼولو سره د بڼوالۍ اړونده توکو مرسته وشوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۸
333

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب ولسوالی کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي. 
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د کندهار دکرنې ریاست هلې ځلې کوی، چې روزنیزو پروګرامونو سره د بڼوالو وړتیا لوړ او د دوی د بڼونو محصولات ډېر او ښه کړي، چې هم د بڼوالو عواید زیات شي هم بزګران مشروع کرکېلي ته مخه کړي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د منني ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

بازگشت