د کندهار ارغنداب کې لسګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړونده توکو مرسته وشوه
۳۱ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «سي،اچ،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د بڼوالۍ د پیاوړتیا او د نشه یي توکو دمخنیو په موخه لسګونه بڼوالي روزلي او پر دوی د بڼوالۍ اړونده توکي وېشلي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
له دغو توکو څخه برخمن شوي بڼوال د کرنې وزارت له هلوځلو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د بڼوالۍ د حاصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کوي.