د کندهار ارغستان کې سلګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۶
د کندهار ارغستان کې سلګونو اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د (آی. آر. یو. کې) سازمان په مالي او د اسلامي هوساینې مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ارغستان ولسوالۍ ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته بلاربې وزۍ او د څارویو خوراکه ووېشل شوه. دا مرسته د یوې شفافې پروسې له لارې او د کرنې مسؤلینو تر څارنې لاندې ترسره شوه.
په دغه مرستې کې، هرې کورنۍ ته شاوخوا ۲۲ زره افغانیو په ارزښت یوه بلاربه ګلابي نسل وزه او ۵۰ کیلوګرامه د څارویو خوراکه ورکړل شوه، ترڅو د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شي او د دوی اړتیاوې پرې پوره شي.
یاده دې وي چې اسلامي هوساینې مؤسسه پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هم ۲۱۵ اړمنو کورنیو ته ورته مرستې ووېشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت