د کندهار ارغستان کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۲۳
د کندهار ارغستان کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند د ارغستان ولسوالی څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې ارغستان ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د ارغستان ولسوالی په مختلفو کلیو کې  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول،  په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی. 
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت