د کندز په آقتاش کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
٢۱ لړم ۱۴۰۲ه.ش
٢۸ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کندز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي او د «او.آر.ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د آقتاش پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
ددې مرستې په لړ کې بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو توره کېمیاوي سره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره وېشل شوي دي.
د دې مرستې د وېش موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او په ټوله کې د دوی د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی له لارې د دوی عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابرول دي.