د کندز ولایت په مرکز او چهاردرې ولسوالی کې ۸۰ تنو بزګرانو ته د مېوه‌لرونکو بڼونو جوړول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۳
ایجاد باغ‌های میوه‌دار برای ۸۰ تن از دهقانان  در کندز

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د بڼوالۍ سکتور د پیاوړتیا، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د ډاکار دفتر له لوري د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د مرکز او چهاردرې ولسوالی د ۸۰ تنو بزګرانو لپاره مېوه‌لرونکي بڼونه جوړ شول.
یاد بڼونه د بادامو، شفتالو، املوک او ناک له اصلاح‌شوو نیالګیو څخه جوړ شوي، چې د سیمې د اقلیمي شرایطو او د خاورې د نوعیت په پام کې نیولو سره په معیاري ډول کېنول شوي دي. له ټولو مستفیدینو څخه ۴۰ تنه د ولایت په مرکز کې او ۴۰ تنه نور په چهاردرې ولسوالی کې د دې پروګرام برخه ګرځېدلي، چې د هر یوه لپاره جلا او منظم بڼونه جوړ شوي دي.
د نیالګیو د وېش او د بڼونو د جوړېدو بهیر د کرنې ریاست د تخنیکي کارکوونکو تر نظارت لاندې ترسره شوی، او بزګرانو ته د نیالګیو د سم کېنولو طریقې، معیاري واټن، اوبه‌لګولو، سرې ورکولو او وروسته ساتنې په برخو کې لازمې روزنې ورکړل شوې دي.
د دې پروګرام موخه د معیاري بڼوالۍ دودول، د بزګرانو د عوایدو زیاتوالی، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د سیمه‌ییز اقتصاد وده ده. تمه ده چې د یادو بڼونو په حاصل رسېدو سره به د مېوو تولید زیات شي او د مستفیدو کورنیو د ژوند وضعیت به لا ښه شي.
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ډاکار دفتر له همکارۍ څخه مننه وکړه او د دا ډول پراختیایي پروګرامونو پر دوام یې ټینګار کوي، او دا چاره د کرنې سکتور د ځان‌بسیاینې او دوامدارې ودې په لور اغېزمن ګام بولي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت