د کندز والي د شېرخان بندر د قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۲۱
د کندز والي د شېرخان بندر د قرنطین مرکز څخه لیدنه وکړه

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز والي ملا نثار احمد نصرت په داسې حال کې چې د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن، د امنیه قومندان او د یو شمېر ادارو رئیسانو ورسره ملتيا کوله دشېرخان بندر د قرنطین د دفتر د بېلابېلو څانګو څخه څارنه وکړه او د حاضري په پابندي، له مراجعینو سره په ښه چلند او پروخت  د کار ترسره کولو باندې ټينګار او اړوندو چارواکو ته لازمې لارښونې  وکړۍ تر سو له کورنیو او بهرنیو سوداګرو سره ښه چلند وشي او د اسلامي امارت اصول رعایت کړي. 
په همدې حال کې دکندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د قرنطین ټولې چارې تشریح کړې او د خپلو کارونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
دغه راز د شېرخان بندر قرنطین مدیریت کارکوونکو د کندز والي او د کرنې رییس له ملاتړ او لازمو لارښوونو خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ اصولو مطابق به خدمت کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت