د کندز دکرنې رییس د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۷:۵۹
د کندز دکرنې رییس د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي امان الله حسن د کندز په ولایت کې د لاس په لاس مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د لاس په لاس مؤسسې د ۱۴۰۳ لمریز کال د پلان شویو پروګرامونو د همغږۍ په موخه جوړه شوې وه، لومړی د کندز ولایت د کرنې رییس د یادې ادارې مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او په ۱۴۰۲ کال کې یې د دوی د کارونو چې د کرنې ریاست سره په بشپړه همغږۍ کې پلي شوی قدرداني وکړه.
ددې غونډې په ترڅ کې دلاس په لاس مؤسسې مسوولینو خپل پروګرامونه د کندز د کرنې رییس ته تشریح او شریک کړل دوی وویل، چې د دوی په پلي شویو پروژو کې«۴۲۰ بې وزلو ښځو ته د کار پیدا کول، په ۸ ولسوالیو کې د ۶۹ بڼونو جوړول، د پیسو په بدل کار چې ۱۵۰۰ کسان په ۴۰ ورځو کې په کار به بوخت وي، بزګرانو ته د مېوې د وچولو ۲۵ پایې لمریز ماشینونو وېش، د اینجې د کښت په برخه کې له ۵۰ بزګرانو سره مرسته، د اوبو د راګرځیدو د بندونو جوړول، په علي آباد او چهاردرې ولسوالیو کې ۱۵ د ممیزو وچولو کوټې جوړول، د امام صاحب، کلباد ولسوالیو او په مرکز کې ۸۸۲۳ بزګرانو ته د غنمو او کیمیاوي سرې وېش شامل دي.»
د یادې ادارې مسوولینو د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي امان الله حسن نه د ۱۴۰۲ کال د پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکارۍ په موخه د قدرداني تر څنګ، همداراز د ۱۴۰۳ کال د پروژو د ښه پلي کیدو لپاره د همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کرنې ریاست له ملاتړ پرته د پرمختیایي پروژو پلي کول به له ننګونو ډک وي.
په پای کې د کندز ولایت د کرنې رییس الحاج مولوي امان الله حسن وویل، چې د کرنې او مالدارې سکتور د پرمختیايي پروژو همکار بنسټونه د پخوا په څېر له بشپړ او هر اړخیز ملاتړ څخه برخمن وي. او ویې ویل، چې بنسټونه د خپلو پروګرامونو له پیلولو مخکې باید د پروژو جزئیات له کرنې ریاست سره شریک کړي، تر څو د پروژو په تطبیق کې بې نظمي او وزګارتیا رامنځته نشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۰:۰
Background image

د هلمند نهرسراج کې د ځنګلونو او څړځایونو نظارت ترسره شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نهرسراج ولسوالی د کرنیزو خدمتونو چارواکو د ظریف اکا کلي او فقیر پایند په سیمو کې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۹:۱۸
Background image

د هلمند ولایت سنګین ولسوالی کې د ځنګلي قدرتي بوټو د پرېکولو مخنیوی وشو

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو عمومي مدیریت د مسؤلینو او اړوندو همکارو ادارو په همغږۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

د کرنې وزارت ویاند په کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه

د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د څلور دېرشم نندارتون په څلورمه ورځ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند، مولوي شیرمحمد حاتمي (نمبریک). . .

بازگشت