د کندز دکرنې ریاست: ددې ادارې شپږ عرادې ټراکټورونه ترمیم شوي دي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۲
د کندز دکرنې ریاست: ددې ادارې شپږ عرادې ټراکټورونه ترمیم شوي دي

۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دکندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د میکانیزي مدیریت کې شپږ عرادې ټراکټورونه ترمیم او بیا ځل دکار لپاره چمتو شوي دي.
د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی امان الله حسن وویل، چې دغه ټراکټورونه د کرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې ترمیم شوي او د بزګرانو په خدمت کې دي.
د ښاغلي حسن پ خبره دغه ټراکټورونه هر ډول فعالیت ته چمتو دي، او غوښتونکي کولای شي دغه ټراکټورونه د اجارې ورکولو د میکانیزم او کړنلارې له مخې د دې ادارې له لارې په اجاره واخلي.
 د کندز ولایت د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د کرنیزې ماشینرۍ په ترویج او د کرنې په میکانیزه کولو سره د دولت د عوایدو کچه لوړه او د دغه ولایت بزګرانو ته وړ خدمات وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت