د کندز دشت ارچي ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۱۷
د کندز دشت ارچي ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

۱۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان دکلیو د پراختیا او بیارغونې مؤسسې «آر.آر.اې.اې» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د دشت ارچي په ولسوالی کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوی سرې وېش لړۍ پیل کړ.
دغه پروګرام د یادې ولسوالی په یو شمېر کلیو کې تطبیق شو، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو د کورنیو د معیشت ښه والی دی.
دا پروژه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ پلې کېږي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسیو په چوکاټ کې، د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا، د تغذیې د ښه والي او د بزګرانو د کورنیو د اقتصادي توان د زیاتوالي په موخه پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت