د کندز خان آباد کې یوشمېر مالداران وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۰:۲۱
د کندز خان آباد کې یوشمېر مالداران وروزل شول

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداري ریاست اړوند د مالداري او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو لخوا، د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د خان اباد ولسوالی ۳۵ مالدارانو ته د سایلیج جوړولو لارې چارې وښودل شوې
د عامه پوهاوی په دې پروسه کې یادو مالدارانو ته د سایلیج جوړولو لارې چارې په عملي بڼه وښودل شوې او ترڅنګ یې دوی سره د څارویو د مدیریت په هکله هم اړخیز معلومات شریک شول.
په ورته مهال ګډونوالو د عامه پوهاوی له یادې پروسې څخه خوښي وښوده او راتلونکي کې یې هم د کندز د کرنې ادارې څخه په دې برخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
سایلیج د ژمي په موسم کې د څارویو شنه خوراکي توکي دي، چې مالداران کولای شي د اوړي په موسم کې له شنو وښو «سایلیج» جوړ او د ژمي په موسم کې یې خپلو څارویو ته ورکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت