د کرکېلي نوي لارې چارې؛ پکتیکا کې ۱۲۰شنې خونې جوړیږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۲ - ۱۵:۲۰
د کرکېلي نوي لارې چارې؛ پکتیکا کې ۱۲۰شنې خونې جوړیږي

۱۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ د ژمي په موسم کې د سبو دکرکېلي او تولید په پار د پکتیکا ولایت پر یوشمېر بزګرانو د۱۲۰ شنوخونو د جوړولو په پار اړونده توکي وېشلي دي.
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددغو وېشل شویو توکو ټولیز ارزښت څلور میلیونه افغانۍ ده، چې پر بنسټ یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کروندګرو لپاره ۱۲۰ شنې خونې جوړیږي.
د پکتیکا مرستیال والي محمدابراهیم کټوازی ددې پروسې د پیل په اړه خوښي وښوده او وویل، چې د پکتیکا ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره د ژمي په موسم کې ددې توکو وېش او یاده برنامه پلي کېدل مهم او بنسټیزې چارې دي. هغه وویل، چې د پکتیکا ولایت برخمن شوي بزګران باید له دغو مرستو اعظمي ګټه پورته کړي او دکرنې مسلکي کارکوونکي دي، له دوی سره مرسته او وخت ناوخت یې څارنه او ارزونه وکړي تر څو بزګر د پام وړ حاصلات ترلاسه کړي.
د پکتیکا دکرنې ریاست وایي، چې ددغو شنوخونو د جوړولو موخه د ژمي په موسم کې د سبو تولید، د وارداتي سبو مخنیوي او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت