د کرنې په وزارت کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو د وېش په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۰:۴۴
د کرنې په وزارت کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو د وېش په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه دائره شوه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د استازي په شتون کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو د وېش په برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني څارویو لپاره د لوړ کیفیت لرونکو خوراکي توکو په چمتو کولو ټینګار وکړ چې د څارویو په سمه تغذیه کې اغېزمن تمام شي او له حاضرو مسوولینو څخه یې وغوښتل، چې د څارویو د هغو خوراکي توکو کیفیت ته دې ډېره پاملرنه وکړي، چې پر مالدارانو وېشل کېږي: «د څارویو هغه خوراکي توکي، چې پر مالدارانو وېشل کېږي باید مقوي وي او د پیرودلو دمخه باید په لابراتوار کې معاینه شي او بیا پر مالدارانو ووېشل شي.»
په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارئ د پروګرامونو او ستراتیژیک مشاور نجیب الله امیرزيی د مالدارانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په ځانګړي ډول د څارویو د خوړو د برابرولو په برخه کې د همغږۍ او همکارۍ په دوام ټینګار وکړ.

جلسه‌ای ایجاد هماهنگی در توزیع خوراکه حیوانی برای مالداران در وزارت زراعت برگزار شد
۱۴ دلو ۱۴۰۲ هـ ش
جلسه‌ای به  سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور نماینده سازمان خوراک و زراعت ملل متحد به منظور ایجاد هماهنگی در توزیع مواد خوراکه حیوانی برای مالداران برگزار شد.
در این جلسه مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری پیرامون تهیه خوراکه حیوانی باکیفیت که بتواند در تغذیه درست حیوانات موثر واقع شود تاکید نمود و از مسوولان حاضر خواست که توجه جدید در کیفیت مواد خوارکه حیوانی که برای مالداران توزیع می شود داشته باشند" خوراکه‌ای که برای مالداران توزیع می شود باید مقوی باشد  و قبل از خریداری باید در لابراتوار معاینه گردد و بعد از آن به دسترس مالداران قرارگیرد".
در این جلسه نجیب‌الله امیرزی مشاور استراتیژیک و برنامه‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در افغانستان بر تقویت هماهنگی و  ادامه همکاری‌ها جهت فراهم سازی خدمات برای مالداران و خصوصا فراهم سازی خوراکه حیوانی تاکید کرد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت