د کرنې په وزارت کې د بودیجې دلګښت څرنګوالي او د پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۹:۱۸
د کرنې په وزارت کې د بودیجې دلګښت څرنګوالي او د پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند په مشرۍ ددغه وزارت د یوشمېر رییسانو په شتون کې د سږني کال د بودیجې دلګښت څرنګوالي او د پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه دکرنې په وزارت کې دائره شوه.
د مالدارۍ او څارویو د روغتیا د پراختیا ملي پروګرام، د سړو خونو جوړول او بیارغونه، د چرګانو، کب او حشراتو د صنعت وده او پراختیا، د اوبولګولو د ودانیو جوړول او بیارغونه، د کرنیزو ماشینونو ترمیم او پېرل، د ټولنې په ګډون د طبي بوټو تنظیم او بیا رغونه او د پستې او جلغوزیو د ځنګلونو ساتنه  له هغو پروژو څخه ده، چې سږ کال به په یو شمېر ولایتونو کې پلې شي.
همدارنګه د ټولنې په ګډون د څړځایونو تنظیم، د افغانستان د خاورې پېژندنې د معلوماتو د سیستم مطالعات، د زهکشۍ د شبکو جوړول او د کرنیزو ځمکو اصلاح، د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرې چمتو کول او پېرل، د کوکنارو د کښت لپاره بدیلې کڅوړې، د انجې بوټي ترویج او د شنوخونو جوړول، د نایټروجن د تولید ودانۍ جوړول او د شونتیاسنجولو مطالعات او د شېدو غواګانو د اوو فارمونو جوړول هغه فعالیتونه دي، چې سږ کال پرې کار روان دی.
په دې غونډه کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو او د بودیجې د لګښت د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وشوې او ټینګار وشو چې پروژې دې په کم مصرف سره کروندګرو او مالدارانو ته د لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر په خپل وخت او موثره توګه تطبیق شي.

جلسه ارزیابی چگونگی مصرف بودجه و پیشرفت کار پروژه‌ها در وزارت زراعت برگزار شد
جلسه‌ای به منظور ارزیابی چگونگی مصرف بودجه امسال و پیشرفت  کار پروژه‌ها به سرپرستی ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور شماری از روئسای این وزارت برگزار شد.
برنامه ملی انکشاف مالداری و صحت حیوانی، اعمار و ترمیم سردخانه ها، رشد و انکشاف صنعت طیور، ماهی و حشرات، اعمار و ترمیم ساختمان‌های آبیاری، ترمیم و خریداری ماشین آلات زراعتی، تنظیم نباتات طبی به اشتراک جامعه و احیا و حفاظت از جنگلات پسته و چهارمغز از پروژه‌های است که امسال در بعضی ولایات تطبیق می‌شود.
هم چنان، تنظیم علفچرها با اشتراک جامعه، مطالعات سیستم معلوماتی خاک شناسی افغانستان، اعمار شبکه های زهکشی و اصلاح زمین های زراعتی، تهیه و خریداری تخم بذری و کود کیمیاوی، بسته های جایگزین کشت کوکنار، ترویج نبات هنگ و احداث سبزخانه، اعمار ساختمان تولید نایتروجن و مطالعات امکان سنجی و ایجاد هفت باب فارم گاو شیری از فعالیت های است که امسال در جریان کار است.
در این جلسه پیرامون چگونگی تطبیق پروژهای انکشافی و مصرف بودجه بحث و تبادل نظر صورت گرفت و تاکید شد که پروژها در زمان معین و با موثریت بیشتر تطبیق گردد تا با مصرف کمتر خدمات بیشتر برای دهاقین و مالدارن کشور غرضه گردد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت