د کرنې وزیر په پروان کې له کډوالۍ راستنېدونکو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پرانیسته

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۸
وزیر زراعت روند توزیع گندم و کمک نقدی برای خانواده‌های عودت‌کننده در پروان را افتتاح کرد

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په پروان ولایت کې له کډوالۍ راستنېدونکو کورنیو ته د غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ پرانیسته.
دا پروګرام د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ او د پروان والي، د امارتي ادارو د رییسانو او سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې پیل شو. د دې پروګرام موخه هغو کورنیو ته بېړنۍ مرسته رسول دي، چې تازه له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.
د دې پروګرام له مخې، هرې کورنۍ ته ټاکلې اندازه غنم او نغدي مرسته په پام کې نیول شوې، څو وکولای شي د خپلو بېړنیو خوراکي او معیشتي اړتیاوو یوه برخه پوره کړي. دغه اقدام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هغو هڅو برخه ده، چې د خوراکي خوندیتوب د پیاوړتیا او په ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې د راستنېدونکو کورنیو د زیان‌مننې د کمولو لپاره ترسره کېږي.
مولوي عطاءالله عمري د پرانیستې په مراسمو کې له کډوالۍ د راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د اساسي خوراکي توکو برابرول او نغدي مرستې د کورنیو د معیشتي ثبات او د تغذیوي ستونزو د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري. نوموړي زیاته کړه، چې دکرنې وزارت هڅه کوي له نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ دا ډول پروګرامونه په دوامداره توګه پرمخ یوسي.
په همدې حال کې د پروان والي هم له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې ولایت امارتي ادارې به د کرنې وزارت سره په همغږۍ د اړمنو او راستنېدونکو کورنیو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې لا پراخې کړي.
راستنېدونکو کورنیو د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا مرستې کولای شي هېواد ته د بېرته ستنېدو په لومړیو ورځو کې د دوی د لومړنیو اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کړي.
دا پروګرام د افغانستان اسلامي امارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې  له کډوالۍ د راستنېدونکو کورنیو د وضعیت د ښه والي او د هغوی د خوراکي خوندیتوب د تأمین لپاره د ترسره کېدونکو اقداماتو یوه برخه ګڼل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت