د کرنې وزیر په ننګرهار کې د حبیب حسام شرکت د چرګانو پالنې له کامپلکس څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۵:۱۷
د کرنې وزیر په ننګرهار کې د حبیب حسام شرکت د چرګانو پالنې له کامپلکس څخه لیدنه وکړه

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ننګرهار په کانال کې د حبیب حسام شرکت د چرګانو  پالنې له ټولګې "کامپلکس" څخه لیدنه وکړه.
ددې لیدنې په ترڅ کې د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، د کرنې وزارت ددفتر رییس مولوي حسین احمد خورشید، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار حکیم، دکرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدین مستعین او د ننګرهار د چرګانو پالنې یوشمېر فارم لرونکو دکرنې وزیر ملتیا کوله.
په دې کتنه کې د حبیب حسام شرکت رییس عزیزالله حسام او د یاد شرکت د چرګانو پالنې څانګې متخصصینو د دوی د فعالیت مرکزونو او ودانیو ته په تګ سره د خپلو نویو فعالیتونو په اړه دکرنې وزیر ته معلومات وړاندې کړل.
د کرنې وزیر د یاد شرکت فعالیت د ستاینې وړ وباله او د چرګانو پالنې د سکتور په ملاتړ یې ټینګار وکړ.
"موږ د هر هغه پانګوال ملاتړ کوو چې هېواد ته راځي، دوی ته بلنه ورکوو چې راشي او په دې ملکیت کې پانګونه وکړي، په دې هېواد کې د کار کولو لپاره ټولې اسانتیاوې او ښه فرصتونه چمتو شوي دي، مناسبه اقلیم، خاوره، ښه مارکیټ او د کار ځواک ددې هېواد د امتیاز ټکې دي، چې دې ته په کتو که هر څوک وغواړي چې پانګونه وکړي ګټه کوي، ستاسو هڅې هم د ستایلو دي، هیله ده چې نور سوداګر او پانګوال  هم دې هېواد ته زړه سواندې شي او راشي په دې برخه کې کار وکړي."
دحبیب حسام د چرګانو پالنې کامپلکس د چرګانو پالنې په برخه کې تر ټولو لوی شرکت دی، چې له څو کلونو راهیسې د چرګانو د غوښې، د چرګانو دانې، هګۍ او د چرګوړو په تولید بوخت دی، چې پانګونه یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي او د هېواد په ۳۴ کلونو کې یې محصولات پلورل کېږي.

وزیر زراعت از کامپلکس مرغ‌پروری شرکت حبیب‌حسام در ننگرهار دیدن کرد
۱۸ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری از کامپلکس مرغ‌پروری شرکت حبیب حسام در کانال ننگرهار دیدن کرد. 
وزیر زراعت را در این دیدار مولوی غلام‌الرحمان کظیم رئیس شرکت دولتی کانال ننگرهار، مولوی محمد حسین احمد خورشید رئیس دفتر وزرات زراعت، مولوی عبدالستار حکیم رئیس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح‌الدین مستعین رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه وزارت زراعت و تعدادی از فارم داران مرغ ننگرهار همرایی می‌نموند.
در این دیدار عزیزالله‌ حسام رئیس شرکت حبیب‌ حسام و متخصصان بخش مرغ‌پروری شرکت نامبرده در مورد فعالیت‌های تازه شان معلومات ارائه نموده و با رفتن به ساختمان‌ها و مراکز فعالیت شان به وزیر زراعت معلومات ارائه نمود.
وزیر زراعت فعالیت شرکت نامبرده را قابل تقدیر عنوان نموده تاکید به حمایت از سکتور مرغ‌پروری کرد. " از هر سرمایه‌گذاری که  به وطن بیاید حمایت می‌کنیم، دعوت می‌دهیم که بیایند به این ملک سرمایه‌گذاری نمایند، همه سهولت‌ها را مساعد می‌کنیم و فرصت‌های خوب کار در این ملک مساعد است، داشتن اقلیم، خاک، بازار مساعد و قوای کار نقطه‌های امتیاز این ملک می‌باشد تا هر فردی سرمایه‌گذاری کند فایده می‌کند، تلاش‌های شما نیز قابل قدر است، امید است که تجار و سرمایه‌داران دیگر نیز به این ملک دل سوختانده و بیایند در این سکتور فعالیت کنند".
کامپلس مرغ‏‌پروری حبیب حسام بزرگترین شرکت در سکتور مرغ‌پروری می‌باشد که در تولید گوشت مرغ، دانه مرغ، تخم مرغ و چوچه‌های مرغ چندین سال است که مصروف کار می‌باشد و سرمایه‌گذاری آن به میلیون‌ها دالر میرسد و محصولات آن نیز در ۳۴ ولایت کشور فروش میشود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت