د کرنې وزیر په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر سره وکتل 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۱:۲۴
د کرنې وزیر په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر سره وکتل 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ له مشر احمد ټوکور سره وکتل او د ځوانانو او د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو د روزنې په اړه یې خبرې وکړې.
لومړی د ترکیې د پوهنې رییس د یادې ادارې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې اوسمهال زرګونه کسان د دوی ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي او لېوالتیا لري، چې د یاد بنسټ ښوونځي لا زیاته کړي.
په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري هم د پوهنې په برخه کې د یادې ادارې هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ د متخصصینو د روزنې لپاره زمینه برابره کړي.
دغه بنسټ د ترکیې د حکومت اړوند بنسټ دی، چې په افغانستان کې له ښوونځي څخه تر لوړو زده کړو پورې د تجربو او پوهې د شریکولو لپاره کار کوي.

دیدار وزیر زراعت با رییس بنیاد معارف ترکیه در افغانستان 
مولوی عطالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با احمدتوکور رییس بنیاد معارف ترکیه مقیم افغانستان دیدار و در مورد آموزش جوانان و متخصصان زراعت و مالداری صحبت کرد.
ابتدا رییس معارف ترکیه در مورد فعالیت این نهاد معلومات اراییه کرده گفت«که در حال حاضر هزاران نفر در مکتب های آن ها مصروف آموزش میباشند و علاقه مند افزایش آن میباشند».
 در همین حال مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری  نیز از تلاش‌های نهاد متذکره در بخش آموزش قدردانی کرده و از آنها خواست که برای آموزش متخصصان زراعت و مالداری نیز زمینه سازی کنند.
این بنیاد مربوط دولت ترکیه می‌باشد که جهت اشتراک‌گذاری تجارب و اندوخته‌های آموزش‌وپرورش قبل از مکتب، تا دورۀ تحصیلات عالی در افغانستان فعالیت دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت