د کرنې وزیر له یو شمېر ایراني سوداګرو او پانګوالو سره وکتل  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۱۷
د کرنې وزیر له یو شمېر ایراني سوداګرو او پانګوالو سره وکتل  

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د خپل کار په دفتر کې له یو شمېر ایراني سوداګرو، پانګوالو او د افغانستان - ایران ګډې خونې د مدیره پلاوي له غړو سره وکتل.  
په دې کتنه کې د ایران او افغانستان د ګډې خونې رئیس محمود سیادت، د خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي فاضل، د خونې منشي امین صیقلزنان او د ګډې سوداګرۍ خونې اجراییه مدیر عبدالهادي صفا ګډون درلود.  
په دې کتنه کې ایراني سوداګرو او پانګوالو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا وښوده او د کرنې له وزیر څخه یې د همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.  
یادو سوداګرو د خپلې لېوالتیا په څرګندولو سره د عملي کار غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: "غواړو په عملي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې کار پیل کړو او د دې موخې لپاره موږ ته د ځمکې په کرایه راکولو او مشخص کولو او د اړینو اسانتیاوو برابرولو اړتیا ده، چې زموږ د کار د پرمختګ لپاره ضروري دي".  
دوی ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ښه امنیت راغلی دی؛ له همدې امله دوی له امارت او د افغانستان له خلکو سره د ګډ کار کولو ډېرې هیلې لري او د کرنیزو ماشینونو د صادراتو په برخه کې یې خپل د چمتووالي خبره هم وکړه.  
وروسته د اسلامي امارت د کرنې وزیر د ایران دولت د امارت ستراتیژیک متحد وباله چې په هر حالت کې یې له افغان ولس سره همکاري کړې ده. نوموړي همدارنګه د دې پانګوالو د لېوالتیا مننه او قدرداني وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په دې هېواد کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې او کار کولو هېڅ ډول محدودیت نشته او همکارۍ ته چمتو دي.  
په پای کې د کرنې وزیر هدایت ورکړ، چې یو پلاوی وټاکل شي تر څو د راتلونکو کارونو د پرمختګ لپاره عملي اقدامات وکړي.

دیدار وزیر زراعت با شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران کشور ایران
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران کشور ایران و هیئت مدیره اتاق مشترک افغانستان - ایران در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار محمود سیادت رئیس اتاق مشترک ایران و افغانستان، آقای فاضل عضو هئیت مدیره اتاق، آقای امین صیقلزنان  دبیر اتاق و آقای عبدالهادی صفا مدیر عامل اتاق تجارت مشترک حضور داشتند.
در این دیدار تاجران و سرمایه‌گذاران ایرانی علاقه‌مندی شان را جهت سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری ابراز کرده و از وزیر زراعت خواستار همکاری و ایجاد سهولت‌ها در این عرصه‌ها شدند.
تجار متذکره با بیان علاقمندی شان خواستار کار عملی شده افزودند" می خواهیم که  بصورت عملی کار سرمایه‌گذاری در بخش زراعت و مالداری را آغاز نمایم و بدین منظور نیاز به  اجاره و مشخص سازی زمین و ایجاد سهولت‌هایی هستیم که برای کار بیشبرد کار ما ضرور است".
ایشان تاکید کردند که امنیت پایدار در افغانستان حکم فرماست؛ از این رو امید‌های زیادی برای کار مشترک با امارت و مردم افغانستان دارند و از آمادگی شان در بخش صادرات ماشین‌های زراعتی نیز سخن گفتند.
بعدآ وزیر زراعت امارت اسلامی افغانستان دولت ایران را متحد استراتیژیک امارت عنوان کرد که در هر شرایط با مردم افغانستان همکاری کرده‌است. همچنان از علاقه‌مندی این سرمایه‌گذاران اظهار تشکری و قدر دانی کرد و تاکید کرد که هیچ نوع محدودیتی برای سرمایه‌گذاری و کار در بخش زراعت و مالداری در این ملک وجود ندارد و آماده همکاری می‌باشند.
در اخیر وزیر زراعت هدایت داد که هیئتی برای پیشبرد کارهای بعدی تعین گردد تا برای پیشبرد کارهای عملی اقدام نمایند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د درېیو رییسانو ادلون بدلون 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت درې تنه رییسان له خپلو دندو تغییر او تبدیل شول. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، د. . .

بازگشت