د کرنې وزیر له یو شمېر امریکايي او چینايي پانګوالو سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۹ - ۹:۲۶
دیدار وزیر زراعت با شماری از سرمایه‌گذاران آمریکایی و چینایی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري نن د خپل کار په دفتر کې د چین او امریکا له لسو پانګوالو سره وکتل.
په دې غونډه کې چينايي او امريکايي پانګوالو د نړيوال سوداګريز شرکت په اډانه کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړل.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر د مالدارۍ، بڼوالۍ، طبیعي سرچینو، سبو او غلودانو په برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره د دغو پانګوالو د لېوالتیا هرکلۍ وکړ.
مولوي عطاء الله عمري حاضرو کسانو ته د افغانستان او د سیمې د هېوادونو دخلکو د اړتیاوو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د دوی د پانګونې ګټه به د سیمې هېوادونو، نړۍ او هم په خپله د دغو شرکتونو په ګټه وي او د دوی محصولات به په ښه کیفیت او په ډېره مناسبه بیه پلورل کېږي، او امارت د اسانتیاوو او زمینو برابرولو په پار همکارۍ ته چمتو دی.
د کرنې وزیر زیاته کړه: «د افغانستان په څلورو خواوو کې پراخې اوبه بهېږي او موږ هم پراخې ځمکې لرو چې ستاسو په واک کې به یې ورکړو، ځینې سیمې د کال په څلورو فصلونو کې هم د کرنې لپاره مناسبې دي او تاسو کولای شئ له پانګونې څخه ګټه پورته کړئ. په تېرو څو لسيزو جګړو کې د دې هېواد ډېرې ځمکې نه دي کارول شوې، اوس موږ هڅه کوو چې له خپلو شته امکاناتو ګټه پورته کړو او دغه راز سوداګرو او پانګوالو راتلو او کار کولو لپاره مناسب چاپېریال برابر کړو، ترڅو دوی راشي او کار وکړي. د چین هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه کړې، هیله ده چې د کرنې په برخه کې هم پانګونه وکړي.
حاضرو کسانو د لمریزې اوبولګولو د پانګونې (سولر سیسټم)، له فضا څخه د افغانستان د ځمکو د نقشې جوړولو او دغه راز د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د پانګونې په پار خپلې لېوالتیا اعلان کړل.
دغو پانګوالو د اماراتي ځمکو د اجاره ورکونې په هکله د معلوماتو او کاري اصولو د شریکولو غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزیر لخوا ورته معلومات ورکړل شول او ژمنه یې وکړه، چې د ځمکې او اوبو د سرچینو د برابرولو په برخه کې به همکاري کوي او هر ډول اسانتیاوې برابروي.
 د نړيوال سوداګريز شرکت د مشر يانګ په مشرۍ د چين او امريکا د پانګوالو په دې غونډه کې؛ ګو جنګ، وانګ شيون، زو فن، کيم جين بو، وانګ چيانګ هون، سلطه، ما ون  جون او جیمز هسکفورډ شتون درلود.

دیدار وزیر زراعت با شماری از سرمایه‌گذاران آمریکایی و چینایی
۸ عقرب ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امروز  در دفتر کارش با ده تن از سرمایه‌گذاران کشور‌های  چین و آمریکا دیدار کرد.
در این ملاقات سرمایه‌گذاران چینایی و آمریکایی در چارچوب شرکت بین المللی تجارت جهانی(GLOBAL BUSINESS COMPANY)  آمادگی‌شان را جهت سرمایه‌گذاری در بخش زراعت، مالداری و آبیاری اعلان کردند.
در این دیدار وزیر زراعت در مورد فُرصت‌های سرمایه‌گذاری در بخش‌های مالداری، باغداری، منابع طبیعی، سبزیجات و غله‌جات با حاضران معلومات ارائه نمود و از علاقه‌مندی این سرمایه‌گذاران جهت سرمایه گذاری در افغانستان استقبال نمود.
مولوی عطاءالله‌عمری در مورد نیازمندی‌های مردم افغانستان و کشورهای منطقه به اشخاص حاضر معلومات داد و تاکید کرد که منفعت سرمایه‌گذاری آن‌ها برای کشورهای منطقه، جهان و خود این شرکت‌ها خواهد بود و محصولات آن‌ها با کیفیت بهتر و با قیمت مناسبتر فروش خواهد شد و امارت برای زمینه‌سازی و آوردن سهولت‌ها آماده همکاری می‌باشد.
وزیر زراعت افزود:" آب فراوان در چهار گوشه افغانستان جاری است و نیز زمین‌های فراخ داریم که در اختیار شما می‌گذاریم بعضی مناطق حتی در چهارفصل سال مساعد به کشت می‌باشد و شما می‌توانید با سرمایه‌گذاری و کار منفعت بگیرید، در چندین دهه جنگ گذشته بسیاری از اراضی این ملک استفاده نشده، حالا کوشش داریم که از داشته‌های خود استفاده کنیم و نیز بستر آن را برای تاجران و سرمایه‌گذاران نیز مساعد کنیم تا بیایند کار کنند، کشور چین در  بخش معدنیات سرمایه‌گذاری نموده، امید است که در بخش زراعت نیز سرمایه‎گذاری کند".
اشخاص حاضر علاقه‌مندی‌شان را در بخش سرمایه‌گذاری آبیاری آفتابی (سولر سیستم)، نقشه‌برداری فضایی اراضی افغانستان، و بخش های  زراعت، مالداری و آبیاری اعلان داشتند. 
این سرمایه‌گذاران خواستار شریک سازی معلومات اجاره زمین‌ها و اصول کاری امارت شدند که از طرف وزیر زراعت برایشان معلومات داده شد و وعده داده شد که هر نوع سهولت را در راستای در اختیار گذاشتن زمین و منابع آبی همکاری می‌نمایند.
در این دیدار سرمایه‌ گذاران کشورهای چین و امریکا  به سرپرستی  یانگ رئیس شرکت جهانی تجارت با حضور گوجنگ، وانگ شیون، زو فن،  کم جینبو، وانگ چیانگ هون، سلطه، ما ون جون و جیمز هاسکفورد حضور داشتند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوی د پختې د بیو د ټیټوالي د ارزونې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پختې د بیو د ټیټوالي د علتونو د معلومولو او د بزګرانو د تاوان د مخنیوي په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو کاري پلاوی د غلو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۰
Background image

دهلمند بولان څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربو او مورني تخمونو د تولید بهیر پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  دکرنیزو چارو آمریت اړوند د څېړنو مدیریت مسئولینو د بولان څېړنیز فارم په سیمه کې د غنمو د نوو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي. . .

بازگشت