د کرنې وزیر: د کابل د فتحې په ورځ د امیرالمؤمنین عمومي عفوې د وینې تویېدو او غچ اخیستنې د دوام مخه ونیوله

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۸:۲۴
وزیر زراعت: عفو عمومی امیرالمؤمنین در روز فتح کابل از ادامه خون‌ریزی و انتقام‌گیری جلوگیری کرد

٢٤ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
 د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د فاریاب ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د کابل د فتحې د کلیزې په مناسبت، د زمري  ۲۴ په جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه. د کرنې وزیر په دې مراسمو کې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جګړو او وینې تویېدو ته په اشارې وویل، چې د افغانستان د مسلمانانو ترمنځ وینه تویونه شاوخوا څلوېښت کاله وړاندې پیل شوه او د خلق او پرچم حکومتونو او له هغوی وروسته د نورو حکومتونو په دورو کې هم دوام وموند او د افغانستان د اسلامي امارت د بریا، د ۱۴۰۰ هـ.ش کال د زمری تر ۲۴مې نېټې پورې یې دوام درلود.
 مولوي عطاءالله عمري زیاته کړه، چې د کابل له فتحې سره سم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د عمومي عفوې په اعلانولو سره د وژنې، جګړې، غچ او انتقام مخه ونیوله او هېچا ته یې اجازه ورنه کړه، چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې غچ اخیستنې ته لاس واچوي. نوموړي همداراز د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو د هڅو، مبارزو او سرښندنو قدرداني وکړه او د اسلامي امارت د ارزښتونو او لاسته راوړنو پر ساتنې یې ټینګار وکړ. 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر په پای کې د زمري ۲۴مه، د کابل د فتحې ورځ، د افغانستان خلکو او د اسلامي امارت مجاهدینو ته مبارکي وویله او د دې ورځې او له هغې سره د تړلو ارزښتونو پر ساتنې یې ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت